ایکنانیوز د عربی ۲۱له قوله راپور راکړی،خبري سرچینو وئیلي دي،چې د هندوانو دغه درمسال به د راتلونکي کال په جنورۍ میاشت کې پرانیستل شي.د هندوستان افراطي لومړی وزیر نریندرا مودي خپلو هندي افراط پالو او زوړپالو پلویانو ته ژمنه ورکړې وه چې دغه درمسال یا معبد به جوړوي او دا به د راتلونکي کال له انتخاباتو مخکې افتتاح کړي.
بابری جومات څو پیړیو مخکې د هندوستان په اوترپردیش صوبې کې په ایودیا ښار کې جوړ شوی چې د ۱۹۹۲کال د دسمبر په شپږمه نیټه د افراطي او ورانکارو هندوانو په لاس ړنګ شو او دمګړئ ددغه جومات پرکنډوالو یو درمسال یا معبد دجوړیدا په حال کې دی.
ددغه درمسال مخ کتنه د هندله پارلیماني انتخاباتو تقریبا درې میاشتې مخکې ترسره کیږي او تمه کیږي چې افتتاح ئې دنریندرا مودي ګوند سره په انتخاباتو کې په مخکښ کیدا کې مرسته وکړي او مودي به په هغې ژمنې چې کابو یوه لسیزه مخکې ئې خپلو ملاتړو ته ورکړې وه ،عمل وکړي.
هندي رسندیو راپور ورکړی چې د درمسال یا هندي معبد بشپړ جوړیدا عملریات به تر۲۰۲۵کال پورې بشپړ شي او لګښت ئې کابو یو سل اتیا میلیون ډالره اټکل شوی چې ددغه معبد دجوړولو داصلي ټيکدار په وینا،هندوانو تردې دمه ددغه درمسال دجوړولو لپاره څه دپاسه درې سوه شپیته میلیون ډالري مرستې کړي دي .
مسلمانان د بابری جومات د مځکې د مالکیّت ادعا لري، ځکه دغه جومات په ۱۵۲۸ کال کې همدلته جوړ شوی دی،خو ډیریهندوان باؤري دي د بابری جوما د هندوانو د درمسال په کنډوالو جوړ شوی چې وئيل کیږي ،دبابر په وسیله ، چې د مغولو لومړنی امپراتور ؤ ړنګ شوی دی.
د وئيلو ده په ۲۰۱۹ کال کې له یوه اوږدۀ قانوني جنګه وروسته د هند لوړې محکمې هندوانو ته اجارت ورکړ، دشخړې راپارونکي ځاي باندې درمسال جوړ کړي او په دغې فیصلې سره ئې اختلافات ختم کړل. دا دنریندرا مودي او دهغه دپلویانو لپاره دیوې کامیابۍ په توګه ګڼل کیږي ،خو سره له دې چې ډیری مسلمانان دغه فیصله نه ده منلې،خو قومي اختلافاتو ته دلمن نه وهلو او د لا زیاتو انسانانو د نه وژل کیدا په خاطر دغه ومنله.